د سولې په هيله
د تخليقونو ستر واکمن
خاونده
ټول کاينات دي پر ارامه
اوسي
ستا د تخليق يوه حصه ده
مګر
چې پر دې سيمه نا ارامه
اوسي
--
نارينه نشته ټوله جنګ ته
تللي
ستا د تور سرو سوال
قبلېږي کنه؟
چې د شاهين له پنجو ځان
وباسي
د دې کوترو سوال قبلېږي
کنه؟
--
د يوه وران کاله په وره
کې ولاړ
ښکلى ماشوم واړه سوالونه
لري
غواړي دعا ستا په طرف
ولېږي
مګر نه لپي نه لاسونه لري
--
يوه درنه يوه سپېڅلې
پېغله
راځي په اوښکو يې لمانځنه
کوي
د يوه ځوان په پښو کې ځان
غورځوي
د تللي ورور ورنه پوښتنه
کوي
--
چې غوړېدلې نه وي ورژېږي
پر ګل غوټۍ دي زړه خوږېږي
کنه؟
بيرته چې باسې يې په سره
ډولۍ کې
پر ناوکۍ دي زړه خوږېږي
کنه؟
--
د شا زلمو څوڼې خو
وسوځېدې
کور مو سوځېږي بورجل اور
اخيستى
اوس مو د لېچو بنګړي شرنګ
نه لري
پاس پر تندي مو اوربل اور
اخيستى
--
پر سر يې تور دېوان ولاړ
مصلح
زموږ د امام په تن زخمونه
لګي
دا ستا په کور کې امن
پاته نه شو
پر منارو يې راکټونه لګي
--
نو اى د سترو قدرتو
خاونده
و موږ ته سوله راکړه سوله
راکړه
چې مو سجدې په کې کافري
نه وي
نوى ژوندون له نوي روله
راکړه
--
نارينه نشته ټوله جنګ ته
تللي
ستا د تور سرو سوال
قبلېږي کنه؟
چې د شاهين له پنجو ځان
وباسي
د دې کوترو سوال قبلېږي
کنه؟