کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د اغلې سميرا " کوچۍ " شعرونه
 

غزل
 

ته خو وايې مه را ګوره چې ادا ور سره نه وي
زه به دواړې سترګې داغ کړم که حيا ور سره نه وي

زړه مې غواړي چې قران غوندې يې زړه ته را نژدې کړم
څوک چې ليک غوندې ږغېږي او ريا ور سره نه وي

نه پوهېږم لويه خدايه د چا سترګې را پسې شوې
اختر راشي پر دې سيمه خو خندا ور سره نه وي

دلته هر ستورى د شپې د تن له پاسه يو پرهر وي
دلته هره ورځ چې لمر خېژي ړنا ور سره نه وي

اوس يې نه رسي لاسونه زما خواره واره اوربل ته
باد چې راشي ستا له لورې ته وا سا ور سره نه وي

تا چې وچي کړې خاونده د کوچۍ د سترګو اوښکې
اوس چې څوک سندره وايي نو ژړا ور سره نه وي
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.