غزل
پرېږدئ ستوري سره لمبه شي
يو ټکور څراغ په بل شي
د دې تورو شپو په غېږ کې
د يو کور څراغ په بل شي
کرۍ ورځ مو مغرور لمر ته
وايي دا چې بس همدومره
اور را پرېږده چې ماښام
پرې ستا د خور څراغ په بل
شي
ته زموږ د شهيد وينو ته
بس دومره تاثير ورکړې
چې په کور کې يې د کونډي
او د ورور څراغ په بل شي
چې را لېږې دا د اوښکو
تېل د خاورو په پياله کې
هسې نه وي چې جانانه د
پېغور څراغ په بل شي
ته زما د زړه باروتو ته
اور مه راوړه وېرېږم
د دې کلي په لېمو کې نه
وي تور څراغ په بل شي
د الفاظو له دې ورا سره
کوچۍ هم ده راغلې
د غزل ناوې را باسئ چې د
شور څراغ په بل شي