د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل د چا سترګې مې په زړه کې لاره ګوري سندریزې چینې غره کې لاره ګوري ستا ښایست مې له وجود نه بهر نه ځي دا که موج دی ، په راده کې لاره ګوري ټيټې سترګې په ورو ورو قدم اخلي لکه ناوې چې واده کې لاره ګوري ستا پر ذهن خورېدو ته می پرستې تخیل مې په ویښته کې لاره ګوري تر شنو ونو لاندې شنه چینه کې لامبي ګوره وړانګو ته ځنګله کې لاره ګوري لاروی د لویې لارې ورته تم شو تورې سترګې یې په وره کې لاره ګوري
د ښاغلي مصطفی "سالک" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.