د ښاغلي رحمت شاه سائل  شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

زما په دواړو اوږو....

زما په دواړو  اوږو  ناستو پرښتو وليکئ
زما په سر  که څه ليکئ نو په  پښتو وليکئ

د پاکې مينې ګناه کارو چې منکر پرې نشئ
د رقيبانو الزامونه  په تندو  وليـــــــــــــکئ

په ښايستونو پسې ورکو لېونو ملګرو
زما په زړه کې  د ګل  مينه  په  اغـزو وليکئ

زما په لاسو کې په پښو کې ديوتاګانو د وخت
د زندګۍ نوم  د اجل  په زولنو ولـــيکئ

د ځنځيرونو خالقانو ـــ   د وحشت زامنو
ما په کتار کې د ژوندون  د لېونو وليکئ

ای شاعرانو ـــ  د قلم  په آزادۍ مينو
حال  د بلوچو  ماشومانو د سلګو وليکئ

د آزادۍ عالمبردارو د نړۍ قامونو
اوس د نړۍ  نقشه  کې کور د پښتنو وليکئ


 

د ښاغلي رحمت شاه سائل شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.