د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
د ښاغلي رحمت شاه "سائل" لنډه پېژندنه
رحمت شاه "سائل" د امين ګل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی. د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي. ۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.۲- سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.۳- د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو بله ټولګه.۴- د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.پاتې دې نه وي چې د "سائل" صېب نورې ټولګې هم د چاپ لاندې دي. له "دا ليکوال او دا څېرې" څخه
رحمت شاه "سائل" د امين ګل زوی دی چې په ۱۳۲۸ هـ ل کال د پېښور د ملاکنډ ايجنسۍ د درګی د سيمې د ورتير په نوم کلي کې زېږېدلی دی. زده کړه يې تر څلورم ټولګي پورې کړې، خو په ليک لوست ډېر ښه پوهيږي. د پښتو ژبې يو بيدارمغز او د حساس ذهن شاعر دی.
د رحمت شاه "سائل" نوم د ډېر شهرت لرونکی دی. د خپل ادبي فعاليت په دوران کې يې دغه لاندې علمي او ادبي کارونه هم کړي دي چې د پښتو پاڼکه به پرې د تل لپاره درنه وي.
۱- ريبار ـــ د شعرونو لومړۍ ټولګه.۲- سره بڅري ـــ د انقلابي نظمونو او شعرونو ټولګه.۳- د وير په چم کې وار د نغمو دی ـــ د شعرونو بله ټولګه.۴- د لمبو سيوری ـــ د شعرونو ټولګه.پاتې دې نه وي چې د "سائل" صېب نورې ټولګې هم د چاپ لاندې دي.
له "دا ليکوال او دا څېرې" څخه
د ښاغلي رحمت شاه سائل شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.