ما لا کابل لیدلی نه دی ،ما کابل ونه لید خو دغه ښار زما د مستو لېونو خوبونو د ښاپېریو ښار دی
زما د مینې د جمال او رنګینو ښار دی تیرو نیولی دی خو ښار د پلوشو ښار دی د خاموشۍ دیوان پرې ناست دي ګني د شور او شر ښار دی د پېغلو ښار دی د زلمو ښار دی ماضي پرستو سادګانو ته په لاس ورغلی ګني دا ښار د مستقبل د لېونو ښار دی
د خاموشۍ پیریانو یې هر ګوټ پیر نیولی ګني دا ښار خو د ژوندون د تماشو ښار دی
ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل اونه لید خو د دې ښار د حسن قیصې مې ډېرې اوریدلي دي په زړه مې لیک دي دا ښار د ډېرو ژوند پرستو ګلالو ښار دی دا د سندرو او ټپو ښار دی دا د سازونو او نغمو ښار دی
ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل ونه لید خو اوریدلي مې دي چې د آسمان ستوري له دې ښاره رڼا اخلي خو اورېدلي مې دي چې د هلمند او قندهار سپرلي د ده له ګلو نه خندا اخلي خو اورېدلي مې دي چې دلته څوک راغلي سودا یې واخلي چې سودا واخلي
دا لېونی ښار دی زما نه ما، له تا نه تا واخلي ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل ونه لید خو د کابل تصویر زما په زړه کې خدایزده د څو پېړیو راسې په خوب اوده دی داسې اوده دی لکه چاته چې جانان په څنګل د ډېر شوګیر نه پس اوده پاتې شي او ویښول یې خپل مین ته له نیمګړي خوبه یوه ګناه ښکاري یوه عظیمه ګناه
خو چې د خوبه به ویښیږي کله کله چې ویښ شي او په زړه مې غزونې وکړي دا غزونې که مې زړه وران نه کړي ودان به څنګ پاتې شي؟
دا نالیدلي قیامتونه زه لیدل غواړمه دې زلزلو ته خامخا غاړه وتل غواړمه خو- ما لا کابل لیدلی نه دی ما کابل ونه لید
ما لا کابل لیدلی نه دی خو زما سندرې کابل لیدلی په کابل کې غږېدلې هم ده ما لا کابل لیدلی نه دی خو زما غزلې دردونه تلي په کابل کې ګډېدلي هم دي خلکو لیدي اوریدلي هم دي
زلمو دسترګو په تک سور خمار کې دوی لمبولي هم دي پېغلو د خپلو اننګو خالونه پرې ورشیندلي هم دي