د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غــــــزل
چې د قامت سوری یې لر ته رسي بر ته رسيد دلدارۍ هنر به څنګ داسې دلبر ته رسيلا په کابل کې پابندي ده د نارنج په ګلوګني هغه خوشبو خو زړه د پېښور ته رسيزه ګوزارونه د جانان د بڼو پېژنمهلکه تاو کړی غشی نېغ راځي ځیګر ته رسيڅه بختورې وې د هغو کلو لارې کوڅېچې یې د هر چم نه سر ونخلي ګودر ته رسيچې تر هغې به زمونږ زړونه زمونږ وي او که نه ؟زمونږ ځواني چې د وعدو د ګلو کر ته رسيهلته د فکر لېوني ګلونه اوغوړويزما پیغام چې پښتنو ته چرته چرته رسيڅوک د " سائل " د جادوګر زړه په جذبه پوهیږيڅوک د سائل د جادوګر قلم هنر ته رسي
د ښاغلي رحمت شاه سائل شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.