د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
سرې شګې الوتې د ګل موسم نه ؤ جانانه خو ستا یو یو نظر د ګل نه کم نه ؤ جانانه په شونډو کې دې خدایزده وه د کوم سپرلي سندره په لاس کې دې غانټول نه ؤ شړشم نه ؤجانانه ګونګی ؤ هر بتکی په هر ګوټ پیر کې خاموشي وه دا دغسې دستور خو ستا د چم نه ؤ جانانه ما اوریدې ، موجود وې د هر کاڼي په وجود کې خو ستا د زړه په کاڼي کې صنم نه ؤ جانانه نن څه چل ؤ ، شکي خو د سائل په مینه نه وې؟ په زلفو کې دې هغه پیچ وخم نه ؤ جانانه
د ښاغلي رحمت شاه سائل شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.