د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل ما درله د ګل جنازه نه راوړه راغلم خو په لاس کې مې لمبه راوړه پاڅه خوبولې سترګې پرانیزه ما درله د ورځ رڼا په شپه راوړه توان د اودریدو لرې که نه لرې ؟ اوښکو مې تازه یوه قیصه راوړه تنده مې پرې ستا د زلفو ماته کړه دا هوا د چرته نه وږمه راوړه ؟ بې د یار له ذکره، فکره بل کمال ؟ روح له مې اسباب د ګناه مه راوړه څړ یکه د سائل د زړه پرهر اوکړه زلفې کړه خورې ورې ، ډیوه راوړه
د ښاغلي رحمت شاه سائل شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.