د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
وطنه
مونږه په سر مونږه په زړه مونږ په لېمو درغلو مونږ ستا په لوري عبادت کړو په سجدو درغلو
د ښار قاضي مونږ ته سزا د تښتېدو راکړله په زغرده نه شو درکتی لکه د، غلو درغلو
مونږ له اغيارو ځنې تا ژغورو د سر په بيه مونږ په درنو درنو پټکو هسکو شملو درغلو
مونږ دې په دښتو، په سيندونو او په غرو ميين يو چې په لمنه د سپرلي لکه وږمو درغلو
مونږه زخمونو ته پټۍ او مونږه زړه ته تسل غواړو چې نن زخمي زخمي په وينو سرو درغلو
کابل ۲۰۰۲
د آغلې صفيه " صديقي" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.