د آغلې صفيه  " صديقي " شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

اباسين ته

څپې څپې څپې شه اباسينه که مې وړې
زما د ژوند لمحې شه اباسينه که مې وړې

خواره واره دامونه د وصال په هره لور کړه
لمنه د ليلې شه اباسينه که مې وړې

له برې راته راوړه ټول غمونه د جانان
په ورو، ورو رانږدې شه اباسينه که مې وړې

د ژوند د پرېشانيو رانه مه کوه پوښتنه
د اوښکو قافلې  شه اباسينه که مې وړې

سلګيو کړم ستومانه ماڼيجنه يم له ژونده
راپورته شه لمبې  شه اباسينه که مې وړې

بې کوره بې وطنه يم چې تانه پنا غواړم
اسره د بې اسرې  شه اباسينه که مې وړې

په اوښکو لوند ګرېوان مې راته ستا لمنه ښکاري
بې ځانه وسوسې  شه اباسينه که مې وړې

حرام مې کړه خوبونه او څپې واخله بې شانه
غزل د (صفيې)  شه اباسينه که مې وړې


 

 د آغلې صفيه " صديقي"  شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.