غزل
دلته رواج دی ، د چا دی سپين او د چا تور پڼونی هر رنګ چې وي ، خو دی زمونږ د سترګو تور پڼونی د پسرليو په مخ پروت وي سپور څادر د دوړو خدایه د تکې سپينې واورې کړې راخور پڼونی د بې رنګۍ تبې نيولی مازيګر د کلي د ګودر ساه وتې ده نشته په يو لور پڼونی د سولئېز سهار په مستو هواګانو خدايه نور د نړۍ له سره واخلې دا د اور پڼونی ملګرو دود دی ماشومانې په کوڅو کې زمونږ پرسره وي د لوبو وخت کې زوړ د مور پڼونی سوال ېې د پت شملې غېرت دی د هېواد غرونه هم وبه چوي خو ليدی نشي سپک او سپور پڼونی له څو بې پتو پرته وروڼو که صفا اووايم غواړي هر څوک په سر د خپلې لور او مور پڼونی پرده ېې غواړم که دښمن زما د سروي بيا هم دلته په وينو نه پاکيږي د پېغور پڼونی په څنډه غوټه توره ګوړه يا لجرومه به وه هر وخت ياديږي مې د هاغې خوږې ترور پڼونی صادقه مور په الاهو کې دا سبق راکړی چې د ؛هېواد؛ ناموس ګڼه د خپلې مور پڼونی |