کـــور

د شعرونو لومړۍ پاڼه

   د ښاغلي ډاکتر محب الله " سباون " شعرونه
 

هايکوګانې

اوبه دې تيل شي نور ددغې چينې
ما او جانان چې ورله نه راځونو
په چينارونو دې لمبې پورې شي

شونډې به اوګنډم مجبور يم خلكه
پښتون شاعريمه ټيټ سترګى به شم
د قلم ژبه غوڅلى نه شم

زه يم دهغې ګلالودكلي
چې ښاپيرۍ هم چرته مخ پټوي
د شرمه وائي پښتانه يومونږه

كورونه خام جذبې پخې لرو مونږ
تورې وريځې كه ګواښيږي راته
په ارادو كې طوفانونه لرو

لارې كوڅې شوې له كودڼو ډكې
جينكۍ مستې دي منګې ماتوي
هغه كولال پكې مالداره شولو

چې څنګ مې خوله ورله په خوله كيښوده
دهغې خوند به درته څه اووايم
ډكه لوټه مې دشومبلو اوڅكله

په يوټيوب ويل د كلي رنګ ختم شو
زموږ د كلي مازيګر ښايسته ؤ
اوس په ګودركي چيندخان لامبي

د وخت يزيد او شمر نه پوهيږي
د خړ خيبر بچي به سوال اوكړي
په اباسين كښې كربلا ولې ده

پكار ده مخ رانه نور نه پټوي
زما نظر به پرې اوس څه اولګي
جينۍ خو ټوله سپېلنو توره كړه

ماته څۀ بله لار راوښايه تۀ
ستا د تعويذ اثر منم خو ملا
د مصنوعي مينې قائل نۀ يمه

زۀ خو ددې كال پسرلې نۀ منم
د سور ګلاب نه خوشبوئي نۀ راځي
دلته خو اوس هم دبارودوبوئي دى

دا د پيپسي اود بـرګر روايت
زمونږ وس بس د شومبلو سوكړكو
ځكه خو ښار كې يارانې نه كوو

ترخې اوبه له حلقـه نه تيريـږي
ژونده كه تريخ ئي نو قبول ئي ځكه
چا د خوږو وروځو وعده كړې ده

مونږ د بلډپرېشر مريضان خو نه يو
نو احتجاج له دغې وجې كوؤ
ولې بې مالګې شوې رشتې د مينې

بلا خواږۀ شي پړاوونه د ژوند
شونډې مې راوړې د غوږونو څنګ ته
وائي په قبر هم ګلونه كيږي

لا مو په خپل سر،سر منلى نه دى
مونږه د هغې خاورې خلك يو
اسمان چې زمكې لاندې ژوند تيروي


بيا ئي په دواړه مخه ښكل كړه هغه
زما په زړه كښې دا ارمان پيدا شو
ددې بوډا په ځائې ئې زه نيكۀ واى

دغټ اختر غوښې مې تيرې نۀ شي
چې يو افغان ماشوم بوجۍ په غاړه
راشي هډوكې ټولوي په ډيران

د پښتنو حالات بدل څنګه شې ؟
چې د قسمت كرښې ئې لاسو باندې
په وړوكوالي كښې تڼاكې اوخورې


وطنه ديد د سربازۍ كوه ته
چې څوك ګذار ستا په سينه اوكړي نو
پښتون زلمې يمه جولا خونه يم


يوه كربلا ده په بدل شكلونو
حسينه هغه د يزيد بچي دي
د بل حقونه خوري يا حق نه مني


هغه هم پيغله ده سينګار غواړي
چې فرمائش كئ ماته غوږ كښې وائي
محبه ما باندې غزل اوليكه

مينه د زړه اظهار په خوله غواړمه
ريباره خط ورله واپس يوسه
وې كا غذ مينه مې نه لګې نور


شړشم ګل شوېي دي راوځه كنه
ته به غندلې د شړشمو اوكړې
زه به په تا باندې غانټول اوشيندم

منم ساده ده كلي واله ده خو
زما د زړه دنيا رنګينه ساتي
چې شونډې سرې كړي اول ماته خندي


وخت به ثابته كړي لږ صبر اوكړه
زمونږ د وينو او د مينو رشتې
په يوه كرښه شوكيدلى نه شي


هغې اظهار د مينې تل كړى دى
خپله حصه چې راكوي ما له نو
وائي د چرګ غوښه مې خوښه نه ده


هر يو اسمان زما تقدير خو نه دى
زه ددې قام سبا ځلانده وينم
فالي اسمان ته د خېبر اوګوره


دخټو كور له كوم خړوب د خټې
تيل،د شړشمو باندې سر غوړومه
نوې پېړۍ ته هر كلى وايم

په څنګه غيږ، څنګ الله هولوئي شوې
دومره نازكه، نازولې توبه
دناز خبرې هم پرې بدې لګي


منمه زه هم مصور يم د وخت
لكه د زړه مې اوس لاسونه رپې
چې جوړومه د سپين مخې تصوير


زه يم د امن او وفا خريدار
ته نفرتونه خرڅوې دلته كښې
دا كاروبار راته نيمګړې ښكاري


اوړى به هلته ژمى دلته اوسم
د بل راښكلې كرښه نه منمه
ماته كابل او پيښور يو دى


زه په خيالونو شاعرې نه كوم
زما د فن قاتله مه جوړيږه
يو ځلې راشه هايكو جوړؤم

وېل ستا د ښكته د كتلو معنٰى
ما ويل چې پورته درته اوګورمه
د خپود لاندې نه مې زمكه تښتي

د سپيلنو قحط دې نه راځي چې
دا اوږي تږي نظرونه زمونږ
د ښكلې مخ نه د مار خپه جوړوي


كه په رنجو ورله لكۍ اوكړې هم
سترګې دې سترګو سره نه جنګوم
هغه لوظونه پـكې پاتې نه دي

خيالونه خاورې شو لفظونه ورك شو
زما ديوان پكښې ګمنامه شولو
تا په راتلو فضا غزل غزل كړه

خيبره وخت څومره بدلون راوسته
د بت شكنو قافلو په ځائې دې
په سر درو لوټلي خلك راځي


د څوارلس كالو ثمره څه شوله
يا مې په ډزو كښې ضمير كوڼ شوى
چې په حرم كښې بتان ودروي

ابادي ډيره شوه نظر شو چرته
هر ځائې انسان په بې دردۍ قتلېږي
د سپېلنو په شان لوګى شمه ترې

سپرليه ولې دې راوړى نه دى
د هغه سور ګلاب په طمع باندې
زما په سترګو كې ګلونه وشو

په سپينو كرښو پسې ګرځمه تل
په مجازي لارو چې ښه لاړ شمه
د حقيقت په سرحدونو ګرځم

وينو نعرې د اناالحق اوكړلې
عشق د عقل كمزوري اوښوده
ملا د رند بيعت له منډه اوكړه

ملالۍ پاڅه يوه ټپه شه په كې
د بې ننګۍ اواز به واورې ګوره
شين سترګي بيا تر قندهار راغلي

دا زما كور كه قتل ګاه ده خلقه
چې مې د كلي ملا په جماعت كې ملا
په خپل دستار زندۍ كوي لګيا دي

ما سره نورې سترګې مه جنګوه
دومره سكون دومره ارام دى پكښې
پـه غړيـدلو سترګو خـوب راولـي


څومره بې غمه ماشومتوب و زمونږ
مارغـان به لاړه خـپلو ژالـو تـه خـو
مـونږ بـه د شګو كـوركـي جـوړولونږ

محـبوبې مخ زمـا نه وانه ړوې
مونږ ددې كلي د رواج په خاطر
د خـپلې مينې خون كولى نه شـو

مخ د سپوږمۍ خوئي ديزيد لرې ته
د خپل ښـائست د سـمندر په غاړه
ته د العطش چـغې اورې كه نـه

دخپل قلم په قدر پوهـه شمه
زنه مې اونيسي په مينه هغه
وائي قربان دې شم غزل اووايه

لږه په ژوند كې رنګينې غواړو مونږ
نور د ماښام ښاپېركو د پاره
د رڼاګانو خون كولى نه شـو

د زنځيرونو په شړنګا كې مونږه
نه خوب كولى نه ليدلى شو اوس
نو روڼ سحر په كوم تعبير اوغواړو
 

 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.