د ښاغلي روغاني شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

 

څلوريزه

مغرب به ولې په قومونو حکومت نه کوي
چې يې حکمت، هنر او زيار ته ادامه ورکړله

د خيال دنيا يې تش په خيال پورې محدوده نکړه
بلکې هر خيال ته يې د اوسپنې جامه ورکړله

××××××××××××××××××××××××××××

څلوريزه

بل ځای کې ازاد يې که د ژوند هر يو ډګر ته ځې
خپله دي مرضي ده که دننه که بهر ته ځې

دلته که ايله غوندې د کرښي نه په څنګ شولې
خدای به دې معاف کړي خو د خلکو نه به چرته ځې

××××××××××××××××××××××××××××

څلوريزه

ورک مې ځلول ورسره ورک شومه
سپک مې درنول ورسره سپک شومه

ما بوتلل سحر ته دا د شپې خلک
دې لړ کې پخپله ښاپيرک شومه

 د ښاغلي روغاني شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.