د ښاغلي روغاني شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

 

غزل

چې ژوند نه وو، بد رنګ نه وو، خوش رنګ نه وو
بورا، ګل او چراغ نه وو، پتنګ نه وو

دا نقشه د زورور کمزوري نه وه
دا جهان د خدای ډېر ارت وو تنګ نه وو

بادشاه نه وو، وزير نه وو، دربار نه وو
ګدا نه وو، ملنګ نه وو، قلنګ نه وو

محل نه وو او زړې جونګړې نه وې
تصور د جانګڼ کټ او پالنګ نه وو

سکهـ ، هندو، اتش پرست يهودي نه وو
د شيعه سُني اسلام او فرنګ نه وو

زمکه، ستوري، لمر سپوږمۍ وو روغانيه
څه ښه وخت وو چې هر څه وو خو جنګ نه وو


 

 د ښاغلي روغاني شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.