د ښاغلي روغاني شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

 

چا درله چړې په زړه راښکلي دي جينۍ
اوښکې دې په سترګو کې نيولي دي جينۍ

ډېره سرګردانه پرېشانه پرېشانه يې
زړه که دې غلبېل دی خو خاموشه د حيا نه يې
ته جوړ په سوره کې د دوښمن کور ته روانه يې
شونډې اسوېلو درله سېزلي دي جينۍ
اوښکې دې په سترګو کې نيولي دي جينۍ

وايه د قاتل د رواج د کوم غشي ښکار شوې يې
دا د چا د ظلم په سزا کې ازار شوې يې
يا خو جوړ بدل کې د څاروي شان په کار شوې يې
پټ پټ دې پخپل نصيب ژړلي دي جينۍ
اوښکې دې په سترګو کې نيولي دي جينۍ

يا خو دې ټپه کې د زړګي ارزو چېړلې ده
يا دې په سندره کې د چا قيصه ويلې ده
دومره خبر نه وې چې دستور دې خوله تړلې ده
سترګې هم رواج درله ګنډلي دي جينۍ
اوښکې دې په سترګو کې نيولي دي جينۍ

ستا په محرومۍ د انصاف، عدل روح ژړا کوي
ستا په حال حساس زړونه ماتم او واويلا کوي
خپل حق دي نصيب شه روغاني درله دوعا کوي
ستا حقوق ظالم دور تروړلې دي جينۍ
اوښکې دې په سترګو کې نيولي دي جينۍ

 د ښاغلي روغاني شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.