زوړ لستوڼی
تاکه د موډ فېشن سيالۍ ژړوي ما زوړ لستوڼی د ابۍ ژړوي ته به اوسېږې د شيشو په ښار کې ما د خپل ورو څيرې کېږدۍ ژړوي ته به د شپې په ډانس خانو کې ګرځې ما د يتيم هره سلګۍ ژړوي ته به خوشال وې د ګل مخو سره ما د شپونکي ماته شپېلۍ ژړوي تا به هېر کړی وي تاريخ د وطن ما خاطرې د ملالۍ ژړوي ته به ګرځېږې ښکلې ښکلې چېرې ما ړنګ وطن کې غريبۍ ژړوي تانه نشو کې دکور لاره ورکه ما د ليلا ورکه هوګۍ ژړوي تاته د پلار وطن ارزښت نه لري ما د رنځوروطن نيستۍ ژړوي روغ لېونيه ته مې پوه کړې که نه ما داسې رنګۀ ګډوډۍ ژړوي |