د ښاغلي رحمن اله "رسا" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

مسطوره خاتمه

ګله زه او ته به دواړه        کله خوب شم کله مينه

د تقدير فيصله ګورو      کله فقير کله غني شم

خاتمه مو د مسطوره        خو د ستا خبر چه واخلم

انديښنې مو د لاځوانې       کله ژاړم کله خاندم

زړونه هم خداى ځوان راکړي      عجبه خبره داده

د ځوانى سندرې وايي        له تقديره نه خبريږم

د مستى غزل يي هم زده       ګله زه او ته به دواړه

داچه زه پرې نه پوهيږم        د تقدير فيصله ګورو

زه حيران يم تر تقديره        خاتمه مو د مسطوره

ستا د زړه نه،نه خبر يم        ما هم تير دي يو څو کاله

اى! ته به هم زما په شان وې!؟        په غمونو په سندرو

که به سرې سترګې ته ګرځې!؟        د بيلتون په لويه خوله کې

که خندا به د په خوله وي!؟          د فراق بابا تر وره

که په زړه به د راورم !؟        د غني فقير په کور کې

لکه ته زما په زړه نې         عجبه زما تقدير دى

د باران په شان راورې          چه لا اوس پرې نه پوهيږم

ګله زه او ته به دواړه         خپل تقدير ته خيرانيږم

د تقدير فيصله ګورو           له تقدير ځيني ډاريږم

خاتمه مو د مسطوره          خپل تقدير ته خوشاليږم

کله ستړى اسويلى شم            خو خبر نه يم چه کله

باد مې ستا په لوري يوسى          اوڅه وخت به خبر راکړي؟

ستا د ښکلي عشق په بڼ کې          پر خيشت به وي لړلي؟

لکه شين طوطي ګرځيږم          که فراق به وي خواړلى؟

ستا پر عشق لړلي ښکلي          ګله زه اوته به دواړه

مقدس خيشت ته توسيږم              د تقدير فيصله ګورو

کله غم شم کله وير شم           خاتمه مو د مسطوره

جانباز مارکيټ ،خوست

 

د ښاغلي رحمن اله "رسا" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.