د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
دشعر د اسمان ځلانده ستوري پير محمد کاروان ته ډالــــۍ شفق چې ورک چوپتيا خوره وره شي د شپې ډالۍ کړمه کاروان ته غـــــزل ورو، ورو يې د غزل تڼاکې پښې ښکلوم د تحيل غاړه مې واچوي ګرېوان ته غزل **** دستا شهيد شهيد لاروى راياد شو ځکه مې اوښکې پر سادين خورې دي بيا دې شپې خوب تښتېدلې چا ته؟ وينې پر مخ د پر يقين خورې دي **** زه د چنار په بابا به څه ووايم د ستا په زړه کې هم راشين دی چنار بس دومره وايم يار د دنګ لکه وي؟ په خيشت لړلى به ښکلى ستا يار **** دچا له سترګو د الهام اخيستى؟ بېړه کړه وايه ته په چاى پسې سندرې چې خورې ما ته خو ووې نن يو دنګ ملګرې تورې يې وايمه خواږه لکه شکرې چې خورې **** چې طبعه خړى شي له ډېرو خلکو غره ته ته دومرومې د اوښانو سره سلام مې واخله په تلپاتې مينه ستا د څېړې نښتر يارانوسره **** لکه ظلمونه چې پرې شوي وي ډېر ستا خو باګرام کاروانه ډېر ياديږي ستا له سندرو خدايزده ساندې اورم يابه دې خيام کاروانه ډېرياديږي **** دستا د دومره لوړ عظيم شخصيت زه هر خوستي ته تبريکي وايمه دوی دې پرې وياړي اوهم فخر کوي داهر تڼي ته تبريکي وايمه **** دستا سندرې پر سيکو منمه خداى د مرګ له غاړې تل وساته درته کومه لپې لپې دوعا زړه کې ژوندى د خپل تکل وساته **** ماښام کې رامې شي پوپى ملګرى وايي کاروان چې مې خوښيږي د سو ما ګلونه تر څو چې وه نه وايي بس دي اشنا تر هغه زلفو به دې ږدمه زه رسا ګلونه خوست ،يعقوبي 26\03\1382
د ښاغلي رحمن اله "رسا" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.