د
جانان پښتنې
سترګې
واورمه چې چیرې پښتنې سترګې سترګو ته مې راشي ستا درنې سترګې ستا غمونو ډیر ډیر ژړولی یم ځکه مې اوښتي داسې سرې سترګې هر خوا ته چې تللې ای جانانه ته غلی غلی تا پسې مې تلې سترګې ټول د دنیاګۍ غمونه حیر شي زما وګورم ماښام چې ستا خوږې سترګې زه به نور له کبره چاته نه ګورم تا چې غړولي راته دوې سترګې ته خو نازک زړه په مینه مه تړه شوګیرو ته جوړی ندي دا ستا ښې سترګې جار شم د دی ژوند له رویبارانو نه زما خو پری خوږې شوې دا ترخې سترګې |