زما ماشومتوبه!
زما شوخه ماشومتوبه ای په ویښو سترګر خوبه دا څه وکړله لوبه چې د تیرو په تیارو کې رانه پټ شوی زه حصار شوم د ژوند تورې رڼایي کې بی خبره له عالم وو په خپل ځان کې یو عالم وو څومره خوږ هغه عالم وو چې د خیال آس به مو زین کړ آسمانو کې سیل ته لاړ به شؤلو خپله پاچایي کې په وخت د پسرلو کې د باران په لندو شپو کې بیا د واورو په څپو کې یو سپیڅلې شان احساس وو اوس پردی دی آه چې څومره تاوانی شوم په دی وچه پارسایي کې ګډ د دهر په سحرا شوم آشنا د نا آشنا شوم هلکتوب سره جدا شوم لکه دوه ملګري چې د سفر لارې کړي بیلی موږ په خپلو لارو لاړو تنهایی کې ۲۰۰۵ GBG |