|
د
حیرت زانګو
ورته لاس تر زنې ناست یم چارې څارم د قسمت خپل د شېبو ټپه تیاره کې لټوم د زړه راحت خپل وخت ځپلي بخت له لاسه چاته بوزم شکایت خپل؟ ګڼه ګونه کې تنها شم محشرونه شي خلوت خپل خپل ضمیر ته تهمتي یم څه به کاندمه صفت خپل وایي : څنګ چې سړی ګورې هسې جوړ وي په محنت خپل زه په "ښه" او "بد" د ځان کې چیرې نه وینم شرکت خپل ولی هست شوم ولی نیست شوم راڅرګند نشو هویت خپل وخت ناپایه عمر لنډ دی زه ویریږم په سرعت خپل لا په خپله خبر نه یم چاته ووایم حاجت خپل دی مخلوق ته حیرانیږم چې لا ویاړي په خلقت خپل نور دی نورې قیصې کاندي ما دی پریږدي په طبیعت خپل پکې غم د خوږ اشنا دی ما څارلی دې قسمت خپل که ګم نام یم که بدنام یم ما منلي په صورت خپل په دې ورکه کې ورک ښه یم نور دی غم کا د شهرت خپل ایمل غم کې د دنیا ډوب زه حیران یم په حیرت خپل 16.02.05 Gotenburg |
