د نوح
(ع)
طوفان
خدایه په ژوند کې مې پوره
دا یو ارمان ووینم
د خپل وطن په شانې وران
هم پاکستان ووینم
ربه ژوندی به یم چې ټول
وطن اورونه واخلي؟
د پاکستان ښځې پشا بچي
بارونه واخلي
چې د خیمو په مخکې کښېنې
خیراتونه واخلي
په شړو دښتو کې پراته
خولو کې ملخان ووینم
خدایه په ژوند کې مې پوره
دا یو ارمان ووینم
ته یې پخپل کور کې اخته
په غم د ځان کړې ربه
ټوله دنیا ددوی له شره په
امان کړې ربه
ورک په نړۍ کې دا د دوی
نام او نښان کړې ربه
ځوړند تنآب کې د ای اس-آی
طرفداران ووینم
خدایه په ژوند کې مې پوره
دا یو ارمان ووینم
ددوی کورونه زمونږ ژوند
کې بې تمبو کړې ربه
دوی ټول له یو مخې وریته
په سرو لمبو کړې ربه
اخته په غم یې شپه او ورځ
یې په سلګو کړې ربه
لکه چرګان چینجې خوړونکې
په ډېران ووینم
خدایه په ژوند کې مې پوره
دا یو ارمان ووینم
ښځې یې کونډې ماشومان یې
یتیمان کړې ربه
یوه بلا په دوی را ښکته
له آسمان کړې ربه
ته یې هلاک لکه د نوح قوم
په طوفان کړې ربه
چې بې حجابه دوی پراته په
سپين میدان ووینم
خدایه په ژوند کې مې پوره
دا یو ارمان ووینم
لوڅې پښې بربنډ لغړ یې را
روان کړې ربه
دا مشرف نوکر په کور کې د
افغان کړې ربه
ته یې شرمینده په دې دنیا
په درست جهان کړې ربه
د ښځې یې پنډ په سر طورخم
کې را روان ووینم
خدایه په ژوند کې مې پوره
دا یو ارمان ووینم
په خپل دربار دا سوال
قبول د پیچوال کړې ربه
سره اخته دوی خپل مابین
کې په جنجال کړې ربه
لوړې ماڼۍ د اسلام اباد
زمونږ په حال کړې ربه
د مځکې مخ له دوی نه پاک
په هر زمان ووینم
خدایه په ژوند کې مې پوره
دا یو ارمان ووینم
په افغانانو باندی یې ټول
دغه کارونه کړي
د رب دربار کې پیچوال چې
کوم سوالونه کړي
دا هر پوليس په مونږ د
قهر اوازونه کړې
هر پنجابي په مخ څپېړه د
افغان ووینم
خدایه په ژوند کې مې پوره
دا یو ارمان ووینم
د خپل وطن پشانتې وران هم
پاکستان ووینم