دا هم ارمان د غفار خان
و
دا هم ارمان دغفار خان وو
دا اصل کار د ملنګ جان وو
ماته شو پاتې مجبورۍ نه
دغه سیلۍ وه که طوفان وو
چې بورا یې ویوړ له غوټۍ
نه
××××××
دا وظیفه د هغه چا ده
ــــــ چې وي عاشق په
حقیقت کې
مینه له اوره نه پیداده
ــــــ عاشق سوځیږي په
فرقت کې
د مین تل دغه سودا ده
ـــــ کله به یار ویني
فرصت کې
مجنون به هغه وخت سلطان
وه ـــــــ چې به یې لیلی
لیده بلې نه
دا اصل کار د ملنګ جان وه
ــــــ ماته شو پاتې
مجبورۍ نه
××××××
بورا وو ناست په دغه تمع
ــــــ چې دا غوټۍ به شي
ګلاب
بیا به همېش یمه بې غمه
ــــــــ فقط کوم به ترې
طواب
ګونګټ به کله پرې پرېږدمه
ـــ همت لرمه بې حساب
ناست په دا فکر کې حیران
وه ـــ خزان پرې تېز راغې
ګولۍ نه
دا اصل کار د ملنګ جان وه
ــــــ ماته شو پاتې
مجبورۍ نه
××××××
دا عاشق مینه نه
ماتیږيــــــ هیڅ وخت د
سپین مخ په لیدلو
زړه تر هغې نه صبریږي
ـــــ څو یې لاس وا نه
چوي په ولو
سینه کې اور ورته بلیږي
ـــــ خوښ وي د ځان په
سوځیدلو
ځکه مجنون سر بې مکان وه
ــ کار به یې خپل اخیست
ملنګۍ نه
دا اصل کار د ملنګ جان وه
ــــــ ماته شو پاتې
مجبورۍ نه
××××××
ربه واده د لیلی جوړکړې
ـــــــ په ژوندانه د
پیچوال
ته په دیدن ورله دی موړ
کړې ـــ الله قبول یې کړې
دا سوال
ته په سینه ورته دې زوړ
کړې ـــ تر سر حدونو د
دېوال
دا هم ارمان د غفارخان وه
ـــ خلاص پنجابي د سلامۍ
نه
دا اصل کار د ملنګ جان وه
ــ ماته شو پاتې مجبوری
نه
دغه سیلۍ وه که طوفان وه
ــــــ چې بورا یې ویوړ
له غوټۍ نه