د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
(مور او پلار ته ليک) له سيندونو نه پنا يم هم له غرونو نه پنا يم زه د تا له سوري لرې وطنونو نه پنا يم اوښکه اوښکه ائينه شي ستا تصوير په کې ښکاره شي کله خوب کې په نظر شي کله وينم تا په ويښه کله ستا په تصور کې لېونی شمه گړ ېږم ښه په دې پوی يم کړولې مې يې رنځ مې درکړی رنځولې مې يې له خدايه نه غواړم ارام ځان لره چې مې هر وخت نارامه کړې يې ته وينې به وڅاڅي له زړه نه زما که د له سترګو نه مرغللې توی شي هره خندا مې په ژړا بدله هره خوښي مې شه په غم بدله که چېرې مايې ځورولې مورې هره شېبه مو لکه ځان يادوم د ښکلې مينې مې جهان يادوم
د ښاغلي پامير "سنګروال" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.