د ښاغلي پامير "سنګروال" شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

غزل

ز ما يا ر زما نه ولې بېلوي
غمازان مې داسې ولې ژړوي

له ماښامه تر سهاره مې ژړلي
ديار غم مې دزړه سترګې ړندوي

چا چې کړی دي ازان  د محبت
کا فران هغه بيلال حلا لوي

زه په کنده کې يم پروت هر يو خبر دی
خلک تيريږي خوڅوک لاس نه راکوي

ما ټو ل عمر د هغې لارې څارلې
هغه خپل زړګی بل چا ته ور کوي

د  پا مير  د ښکلو هيلو ښکلې نا وې
په خپل لاس ورته اوس سترګې ړندوي

د ښاغلي پامير "سنګروال" شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.