د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل ديارسترګوکې اوښکې دي جانان په ميخانه کې د زړه بړاس مې ووته ، ارمان په ميخانه کې شيخانو راته مه کوئ نصيحت د ښو او بدو څکلي مې پيالې دي د ايمان په ميخانه کې ساقي دتورو سپينو شرابونه مې زړه تور شو اوس راکه دسرو شونډوسره ګلان په ميخانه کې په سترګو کې وې اوښکې ټول باڼه لانده لانده وو مينو چې لوستلو زما ديوان په ميخانه کې جانانه راشه راشه چې دې ښکل کړمه په شونډو نن يم سبا به نه يم د جهان په ميخانه کې خمار د يار د سترګو په نشه کې د شرابو پامير چې شونډې وروړې شو طوفان په ميخانه کې
د ښاغلي پامير "سنګروال" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.