د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل چې سوچ مې کړی په انجام د مينې ساقي بيا پورته کړلو جام د مينې که مې د هيلو ښاپېرۍ يې ګرانې مخ دسپوږمۍ کړه ته په بام د مينې جانانه ستا زړه يې اوس غواړي که نه؟ په ما دې پورې دی الزام د مينې د جانان زلفې مې خورې دي داسې په مازديګر پسې ماښام د مينې د سرو ګلونو غوټۍ وغوړېدې ريبار چې راوړلو الهام د مينې ای د پامير د تړمو اوښکو جامه په ما شراب شولو حرام د مينې
د ښاغلي پامير "سنګروال" شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.