د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
څه ګورم
ګورم جهان کې څوک کعبه ځنې بوتان جوړوي غلطه پوهه له سړي ځنې شيطان جوړوي
د سړو کار دی چې د خپل وطن کارونه کړي جوړ نجونه او پېغلې سينګارونه کوي ځان جوړوي
تهذيب ضرور دی نظافت او ښه لباس دی په کار فېشن چې زيات شي له ځلمو بازينګران جوړوي
د ودانۍ اميد له هر چانه کېدلی نشي له خاورو ګټو ښه کورونه معماران جوړوي
چې انساني رڼا پيدا شي په مغزو کې د چا هغه کوښښ کړي په عالم کې انسانان جوړوي
ډېر تفاوت شته په انسان کې د معنا په لحاظ واړه مشغول دي ځينې ځان ځينې جهان جوړوي
د ارواښاد استاد ګل پاچا (الفت) رح شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.