د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
ملي قدرت
په رښتيا هغه ملت وي بختور چې لري ملي نظام ملي رهبر
وي اصلي حاکميت د خلکو لاس کې حکومت وي د ملي قدرت مظهر
جامعه پخپله وي په ځان حاکمه د عامه افکارو وي قوي اثر
نه تبعيض نه امتياز وي نه تېری په حقوقو کې وي خلک برابر
د هر چا اعتماد وي په عدالت قوانين وي د هر چانه معتبر
آزادي ديموکراسي وي واقعي خطر نه وي کرامت ته د بشر
مخور مسلط نه وي په نظام اهليت او لياقت وي مخور
سر او مال وي په امان فکر و نظر هم زورور چې پکې نه وي پخپل سر
د ارواښاد استاد ګل پاچا (الفت) رح شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.