د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
همدردي
ژاړي په غمونو کې خواخوږی د هر چا سره سل پتنګان سوزي د يوې شمې ژړا سره
ډک زړګۍ له اوښکو ګرځي ورېځې په آسمان کې بيا څه ژړا ملګرې ده د ژوند يوې برېښنا سره
ټول باغ ژړېدلی ځکه اوښکې دي د ګل په مخ ډېر لکه لاله داغلي زړونه شته صحرا سره
نه ښايي انسان ته چې د بل په غم غمجن نشي لويه بدبختي ده که څوک نه ژاړي له چا سره
داسې بې غمي دې خدای په هېڅ کور کې پيدا نکړي يو کور کې چې وير وي او بل خاندې له ليلا سره
د ارواښاد استاد ګل پاچا (الفت) رح شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.