د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
چاچې ايښی دا شين خال ستا په جبين دي زما زړه هم د هغه د لاسه شين دی
ستا امېل کښې يې سل زړونه دي پېيلي چا جوړ کړی ستا د غاړې لونګين دی
جوړه شوې يې د لمر له پلوشو نه ستا د عشق پر حرارت مې دا يقين دی
سور سالو دې سره لمبه ده نه پوهېږم که زما د زړه په سرو وينو رنګين دی
د جمال پرښتې ته چې جوړولې ورلېږلی چا سلام چا آفرين دی
معجزه ته د قدرت او د خلقت يې په رښتيا چې خدای ج احسن الخالقين دی
خدای ج دې ساته په امان له بدو سترګو دا دوعا د پښتو زمونږ آمين دی
د ارواښاد استاد ګل پاچا (الفت) رح شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.