د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
د پښتون حال
باغ او بڼ يې بې بلبل بې عندليبه رنځوران يې بې دوا او بې طبيبه څه په لوږه څه په تبه څه په تېغ مري ورک شه ورک شه د پښتون خواره نصيبه که يې ښه پوره په حال باندې خبر شې خدايږو ته به هم پرې وژاړې رقيبه ناپوهي خواره خواري ده او پښتون دی کور يې وران کار يې ګډوډ او بې ترتيبه لاس يې يو ځای، پښه يې بل ځای، سر يې بل ځای پښتانه ټوټې ټوټې دي بې ترکيبه نه ډوډۍ لری ، نه پوهه نه تعليم څه بې له تورې بل له هر څه بې نصيبه چې ريښتينې خادم يې وينم بېنوا دی پښتو ژبه ده په ژبو کې غريبه که غمخور، همدرد ، خواخوږی او دردمند يې ژاړه ژاړه د پښتون په حال حبيبه
د ارواښاد استاد ګل پاچا (الفت) رح شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.