د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
د ارواښاد ننګيال لنډه پېژندنه
ارواښاد اسحاق ننګيال په ۱۳۳۵ ل کال د لغمان ولايت د الينګار درې د بسرام په کلي کې زېږدلی. خپلې لومړنۍ زده کړې يې د لغمان ولايت د روښان په لېسه کې وکړې، او په ۱۳۵۳ ل کال د پوليسو په اکاډمۍ کې شامل شو. په ۱۳۵۵ ل کال يې دغه اکاډمي پای ته ورسوله او په همدغه اکاډمۍ کې تدريسي غړی شو. څو کاله دمخه د ورپېښې شوې ناروغۍ له امله ددې نيمګړې نړۍ څخه وکوچېد. روح دې ښاد وي.
ارواښاد اسحاق ننګيال د ۱۳۵۰ ل کال راهيسې په شعر ويلو شروع کړې وه. غزل او نوی (آزاد) شعر دواړه يې په ډېر ښه انداز کې ليکل. زيات شمېر شعرونه يې د هېواد د ورځپاڼو، جريدو او راډيو ګانو لخوا خپاره شوي دي او ډېرو شعرونو يې ادبي جايزې هم ګټلي دي
د ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.