د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
خيبري تنده
ټول عمر درنه ده سپکېدو ته چې يې پرې نږدئ خاوره پښتنه ده او پردو ته چې يې پرې نږدئ
پرې ږده خيبري تنده چې بيا په وينو ماته شي ګرمه معرکه ده سړېدو ته چې يې پرې نږدئ
سره چې وړي اورونه په کمڅو کې د پښتو ناوې ښه ده چې لمبه ده لوګېدو ته چې يې پرې نږدئ
زلفو د جانان ته چې څو سرې وينې غوټۍ نشي لار په وينو سره ده وچېدو ته چې يې پرې نږدئ
نن مې د خوشحال توره چې بيا هوس د شرنګ لري تاوه په شرنګ ښه ده چوپېدو ته چې يې پرې نږدئ
ګورئ چې آسمنا کې وريځ د ستورو د لار پل وهي ورځ خو لا اوږده، ده تورو شپو ته چې يې پرې نږدئ
وړي يې چې غرور ته ثريا په جام د سترګو کې نېغه مو شمله ده کږېدو ته چې يې پرې نږدئ
کابل ۱۷/۹/۱۳۶۴
د ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.