د ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

د پښتو خبرې

ماته د انکار تاته د هو خبرې نه دي زده
تاته د راتلو ماته د تلو خبرې نه دي زده

ته خو به ماڼې د وعدو بيا راته ودانه کړې
ماته له دروغجنو د ګليو خبرې نه دي زده

ستا خو به امېل لکه سپوږمۍ په ټټر وزانګي
ماته د ناڅيرو ګرېوانو خبرې نه دي زده

ته د  خم مېلمه شه، سر تر پښو د مستۍ څانګه شه
ماته بې له اوښکو د نشو خبرې نه دي زده

زه بې له پښتو  نه په ټول ژوند پر بل څه پوی نه شوم
ستا لکه مغله د پښتو خبرې نه دي زده

کابل ۳۱/۶/۱۳۴۹


 

د ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.