د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
دا جل ، دا برسات
شوګير چې درته شپو پر څڼو مات راوړی دی يو خوب مې درته سترګو کې سوغات راوړی دی
دا ډک جام چې نن رېږدي په لاسو کې د فرعون موسی له کوه طور ځنې تورات راوړی دی
دا چا ويل چې وږې د پښتون شولې حجرې؟ دې وږو ميکائيل ته هم خيرات راوړی دی
شېبه پر لمبو سره ده او شېبه پر ګلو سره دې خاورې کله جل، کله برسات راوړی دی
ساعت وروسته رازېږو دا ساعت خير دی چې مرو تقدير راته بس دغسې سوغات راوړی دی
سپېڅلی مسلمان دی خو يې زده نه شوه سجده دې قام ته خدای د خپل غرور ذکات راوړی دی
کابل ۳۱/۵/۱۳۵۷
د ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.