د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
دا کلی مه ورانوئ !
دا کلی مه ورانوئ! دا کلی مه ورانوئ! ګورئ چې هلته د شنو ولو د شنوسيورو لاندې ګورئ د شنې ويالې تر څنګه د جلګو دپاسه يو کوچنی پروت دی يو کوچنی ويده دی او ، تر وړې لوپټې لاندې په خوب وړو سترګو د ناز په غېږه کې کوچني شينکي خوبونه و يني.
دا کلی مه وارنوئ! دا کلی مه ورانوئ ! ګورئ چې هلته لکه زرکې زموږ د کلي نجونې ګورئ چې هلته د بامو پر سر نورسې نجونې کتار، کتار د لمر تر وړانګو خپل پيکي جوړوي او په مينو ژبو د پېغلتوب غوږ کې د ځوان هوس سندرې بولي دا کلی مه وارنوئ! دا کلي مه ورانوئ! ګورئ چې هلته د هغو سپېرو کوډلو ځينې ګورئ چې هلته ددې تورې ترږمۍ له غېږې ساړه زګېروي جګيږې سوزمن آواز راځي او اميدوارې ميندې د انتظار د بڼ د سرو ګلونو لارې څاري دا کلی مه ورانوئ! دا کلي مه ورانوئ!
د ارواښاد اسحاق ننګيال شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.