د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
زه او ته چې يو روان په دغه لاره دا زمونږ درومي کاروان په دغه لاره کافران مسلمانان له حده ډېر دي ما ورک کړى دى انسان په دغه لاره ګلالۍ ! ما اوتا دواړو دي ورک کړي يو زړګى او يو پېزوان په دغه لاره دا رڼا اودا برېښنا؟ ځه چې ستنېږو اشارې کوي اسمان په دغه لاره مادځان دپاسه چتر ګلې بويه که راګېره کړې باران په دغه لاره ترې به وپوښتم چې ولې مرور يې؟ که مې وموندلوځان په دغه لاره دانسان له سيوري لرې تنهايۍ کې يا عامر ځي يا پيريان په دغه لاره
۲۰۰۵ فبروري ۱۵ پېښور
د ښاغلي نجيب " عامر " شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.