د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
منصوربه خپل مرشد کړمه خيام به خپل جانان کړم ملګرو! ما به نه ويل يوه ورځ به مو حيران کړم ساقي مې دې ته جوړ کړو چې سجدې کوي مزدک کې اوس واردى د ملا چې ميکدې ته يې روان کړم يو داسې درد لرمه په زړګوټي کې دننه رباب که غېږ کې کېږدمه راښکته به باران کړم باطلې صحيفې او کتابونه تانه پس شول دحسن تلاوت به دې هر وخت لکه قران کړم يو پوځ دترابان دى ګل اندامې درپسې دى کېږدۍ د خپل وجود کې به تا هر چا نه پنهان کړم جوپه جوپه ياران به نوي نوي راپيداکړم روان به زه د ځان سره د مشکو يو کاروان کړم زما دوجود سيورى يې هر ځاى کې راپسې يې انسانه تانه تنګ شومه ملګري به پيريان کړم
۲۰۰۵ فبروري 25 پېښور
د ښاغلي نجيب " عامر " شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.