د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
کاينات دې راپه شاکړو اوس ټالۍ وهم بې واره دغه پېټى به ترکومې په اوږو وړمه باداره زما مخ يې له کفن نه را څرګند کړ بيا يې وويل واه په دې نوي لباس کې چېرته درومې کلانکاره چې مو دوه سترګې څلور شي کيفيت يې دومره خوږ وي لکه اوښه لاس ته راشي په سرو زرو باندې باره دا چې اوښکې ليدى نه شم ددنيا د مظلومانو نو بيا څنګه به زه نيسم مخ ته وړاندې مې هنداره د ژوندون تورو تيارو له د موسى مړوند پکاردى دشينکي اسمان دلاندې ورکه شوې رانه لاره نو تڼاکو ته د زړه مې وايه کله رسېدى شي ددې ځمکې واړه شګې داسمان ستوري بې شماره
۲۰۰۲ اګست ۲۳ پېښور
د ښاغلي نجيب " عامر " شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.