د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
غزل
الله په هغو سترګو جادوګرو کې جادو وه نغښتې يې بلا بلا خبرو کې جادو اوس ټوله د جانان ده،دووسترګو کې راټوله پخوا وه د بنګال لارو ګودرو کې جادو وړې ! ګومان مې نه شي ستا خبرو ته مې پرېږدي دا ستا د سپينو لېچو په مر مرو کې جادو داستا د اننګو بوسه مې داسې لېونى کړي کټ مټ لکه موادو مخدرو کې جادو شاعر دى چې له خولې نه جنتي سرونه کاږي فنکاردى چې کوي خپلو سندرو کې جادو ياران يې ويده کړي په اوده د شاعرۍ عامر ده خوره کړې سخن ورو کې جا دو د اګست نهمه ٢٠٠٥ پېښور _حيات اباد
د ښاغلي نجيب " عامر " شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.