د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر ) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

يادونه

 

بيا مې ياره ستا يادونه رايا ديږي

 مين زړه مې بيا نرى ، نرى خوږيږي

 

هره شپه دې په خوب وينم چې پخلا يې

 چې راويښ شم د بېلتون سيلۍ لګيږي

 

ترهغه به مې ستا ياد په زړه کې ګرځي

 څو مې وينه په  رګونو کې چليږي

 

غماز بيا په لاره شين په خندا تېر شو

 نه چې ستا له لورخبر ورته رسيږي

 

ستا په عشق کې وړ د واړو د زړه سوي شوم

 مګر ستا، په حال زما زړه نه سوځيږي

 

هر يو غم يې چې په ورين تندي منلی

 "منتظر"  په انتظار د تا اوسيږي

 

تاشکند

 د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.