د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر ) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

يادګار

 

څه وختونه دي تيرېږي
احساسونه
مري ورکيږي

اميدونه درديدلي

څه معصوم پاک او سپېڅلي

هيلي سوي، وير ژړلي

منتظري او ناتلي

لېوني، مست ارمانونه

ډک له وينو ټپي زړونه

ترېنه پاتې په يادګار دي

بس ټپي، ژوبلي، ويشتلي

په سرو وينو کې لړلي

درديدلي، کړيدلي

د خزان د ګل په شاني

پاڼي پاڼې ريژيدلي

د سپېروايرو په شانته

تک تنها يوازې ځانته

څو ترخه ترخه يادونه

خاطرې خوږې، خوندونه

چې مدام مې په ګوګل کې

لکه ستن غوندې چخيږي

چې شعور، عقل اوخيال مې

شپه او ورځ  پرې مشغوليږي

هم پرې سوځي، هم ټکور دي

هم خوښي کړي خوشاليږي

هم ژړا ده، هم خندا ده

هم پرون، نن او سبا ده

د تياره سبا په لورې

لکه څراغ دی او رڼا ده

د رڼا راتلونکي خواته

تکه توره يوه تياره ده

د سپرلي ښکلي موسم کې

د خزان سړه سيلۍ ده

دخزان په مړاوي رنګ کې

د سپرلي هيله تنکۍ ده

د دوزخ په سرو لمبو کې

د جنت يخه ګوښه ده

د جنت په شنو باغچو کې

د دوزخ يوه سره لمبه ده

ځکه زه خو زما ياره

"منتظر" د تا ممنون يم

چې ولاړ نن په کتار کې

د يارانو د مجنون يم

17/01/1994

لوګانسک-يوکراين

 د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.