د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر ) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

يادوونه
 

د تاشکند په ښار کې ناست يم، يادوونه د وطن کړم
په پردو ګلو کې ګرځم، خو ارمان د خپل چمن کړم
هره پېغله دلته حوره، ښاپېرۍ که د ښکلا ده
ځار به واړه د پتمنې، پښتنې زه تر لمن کړم
مينه نشته دلته پاکه، د څو ورځو ساعتېري ده
يوه مې ځي له غېږې، بلې ته د عشق مينې سخن کړم
نه مې زړه په ښکلو موړ شو، نه مې اور د مينې سوړ شو
نه دې زلفو په تار ښکېل شوم، نه ښکلا د چا مين کړم
نه خو غم د بېلتانه شته ، نه د چا د انتظار د رد
نه خوندونه دوصال شته، نه ارمان چا د د يد ن کړم
د لته مينه بازاري ده، هره يوه يې بې وفا ده
زه (مسيد) ساده پښتون يم، هسې نه چې ځان لوغړن کړم
13/09/1991
تاشکند-ازبکستان
 

 د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.