د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر ) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

سپينې کوترې

سپينې کوترې ښايسته کوترې
زمونږه کورته راشه
راځه پربام موکېنه
لکه د لمر د وړانګو
لکه د نور پلوشه
لکه رڼا د سپوږمۍ
لکه د ستورو پړکه
له ټپي سترګو مو تياره کړه  لېرې
له سړو زړونو موساړه کړه لېرې
لکه  د  ګلو وږمه
لکه نسيم  د سهار
لکه  پيشه  د باران
لکه د مينې نغمه
ژوند مو تازه تازه کړه
بسميلې هيلې موژوندۍ  ژوندۍ کړه
بيا مو سپېرو او و چو شو نډو لره
د محبت مينې خندا راوله
دي سوځېدلي  رژېدلي بڼ ته
يا د بلبل طوطي نغمه راوله
وشاړو دښتو ته  د زړه مو  يو ځل
بيا د سرو ګلو قافله  راوله
سپينې کوترې ښايسته کوترې
راځه پر بام مو کېنه
وزر دې وغوړوه
غومبر ګډا جوړه کړه
بيا په مستۍ اوخوښۍ
زموږ د کور چاپېره
تاو شه  راوڅر خيږه
لکه د سپينې سپوږمۍ
هسې رڼا جوړه کړه
سپينې کوترې ښايسته کوترې
زموږ شهيدو هيلو
سويو، رټليوارمانونولره
دمني باد سړې سيلۍ وهلې
وچواومړاوو اميدونو لره
دنوي ژوند يوه نوې ساه راوړه
چې مو ټپونه د خوږ زړه  شي  پرې روغ
هغه درمل هغه دوا راوړه
چې مو کړي  تنده د کالونو  ماته
د سوکالۍ هغه  پياله راوړه
سپينې کوترې ښايسته کوترې
ډ ېره موده  دې و شوه
چې مو له کوره تللې
ورايه اولېرې  لاړې
په زورمجبوره تللې
شوې مروره  له موږ
له موږدې کرکه وشوه
ځکه  د تا مودرناوی نه کوه
د تاد پاکې مينې
ستا دوفا اودوستۍ
موږه عزت نه کوه
قدردانی نه کوه
د تا دا ښکلې سترګې
يو سمندر د مينې
وفا وفا وه ټوله
ختلی لمر د مينې
موږه  د درداو غم  په اوښکو سرې کړې
ستا د ورېښمو په شان
سپينې پستې بڼکې
واخيستې خاوروکې ايرې ايرې کړې
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زموږ د کورځينو کسانو پرون
د ګاونډ يانواوغليم  پر لمسون
ته په ډبرو په ليندو و يشتلې
ته په لکړو په لرګو وهلې
دايې زغملی نه شو
ددوی ناتليو سترګودرته کتلی نه شو
چې مو پربام ناسته غومبر دې جوړ وي
ددوی د بام کوترې
ستا نندارې ته راځي
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زموږد کور کسانو
خاين، رټليو او منفور کسانو
خپلو ناولو، ناراوا هيلو ته
درسېد و په خاطر
د خپلو خيټو د مړښت لياره
د ځو پيسو په خاطر
ته په رنګ رنګ او په کرات کراتو
په زړه ټپي کړې هم ي
ې وځورولې
له بام  يې و شړلې
بيا د غو سپکو او بې پته، بې غيرته کسو
د تا د خوښې بام ته
د تا د مينې کور ته
يوه يې کارغان راوستل
تور او ناولي کارغان
بل ټپو سان راو ستل
ستا د ښمنان راو ستل
چه مو د و ينو تږي تږي وو تل
هغه لېوان راو ستل
سره شرمښان راو ستل
د تا کوډ له يې کړه گډه وډه
د تا جو نگړه يې و يجاړه کړله
د تا پر پام به يې چړچې کولې
د تا په ځاله کې يې شپې کولې
سپينې کوترې ښايسته کوترې
کله چه ته زمونږ له بامه ولاړې
زمونږ له کوره هم ارام لاړ و
بخت او قسمت مو مرور شو را نه
د ژو ندون خو ند رانه تمام لاړو
محشر، ناتار جوړ د غمو نو شو لو
سپرلى بېزار مو له با غو نو شو لو
گلان مو و  ر ژ ېد ل پاڼې پاڼې
پاتې په څانگو کې اغزي اغزي شو ل
غوڅې سينې پرې د بلبلو شولې
څيرې وزر د بورا گا نو يې کړل
 و نې او بو ټي، سمه غر مو واړه
د اور په سرو لمبو کې و سوځېد ل
په تورو خاورو او اېرو بد ل شو ل
شنه چمنو نه او با غو نه مو ټو ل
په سپېر و د ښتو او مېر و بد ل شو ل
ودان کور و نه مو شو ل لو ټې لو ټې
په کنډ و ا لو او هد يرو بد ل شو ل
او ښايسته، ښکلى او شين آسمان مو
ونيوه  خړو دوړو...
ورځ مو شوه شپه او شپه اوږده په کلو
روښنايي شوه ورکه او تور تم جوړ شو
له هرې لو ېشتې مو د خا ورې پر يادو نه ختل
کور کې مو غم، و ير او ما تم جوړ شو
او ښکې مو وچې شوې د سترګو نور ژ ړلی نه شو
د ګران وطن ورانو و يجاړو ته کتلی نه شو
اوس پوهېدلي يو مونږ
بې تا مو ژو ند کې هغه خو ند نشته
د ماشو ما نو پر معصومو شونډ و
د خو شا لۍ خوښۍ لبخند نشته
نو ځکه!
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
را ځه پر بام مو کښېنه
وزر دې و غوړو ه
لکه د سپينې سپوږمۍ،
هر خوا رڼا جوړه کړه
چې نېکمرغي وي پکې
هسې د نيا جوړه کړه
چې د مرگي د شبخو ن ډول کړي غلى
مسته، توده شانې گډا جوړه کړه
چې د مودو، مودو درد غم مو ورک کړي
د خوشا لۍ يوه فضا جوړه کړه
چې د بار و د و په لوګي کې تورې شوې پېغلې
تنکۍ  بلبلې د سپرلي په شانې
بيا د ګود ر غاړه هوا و ګوري
په جنګ جګړو کې کړېد لې، ربړېد لې ميندې
خپلو خوږو او نازو لو او لا د و په شونډ و
د نېکمرغۍ، خو ښۍ خندا و ګوري
چې د ځوا نۍ په نيلي سپور تنکي تنکي ځوانان مو
بيا کړي د خيال جامې په غاړه او په سيل را ووځي
مستو ډولونو ته اتڼ و کړي ګډا جوړه کړي
بيا بوډاګان مو په پيتاوي کې کړي ډډې تودې
و يره او ډار يې وي له  زړه و تلي
خپلو لمسيانو مشغو لا و ګوري
چې مو بې خو نده ژوند رو نق پيدا کړي
چې تک سور رنګ مو تور شفق پيدا کړي
سپينې کوترې ښايسته کوتري!
د پښتنو له مېنې
چې د تُرکمنو، هزاره وو او ازبکو کور دى
هم د بلوڅو، پشه يانو او تاجکو کور دى
و ير او ما تم لرې کړه
د دوښمنۍ، بد گو مانۍ او نفاق
تياره تور تم لرې کړه
چې مو له کرکې او نفرته ځنې زړو نه کړي پاک
ټول شو را غونډ سره په يوه نغري
د محبت بله ډېوه راوړه
زمونږ و يجاړې، ورانې خو ني لره
چې له هر کونجه يې د و ينو بوى ځي
لمر شه رڼا راوړه
سپينې کوترې ښايسته کوتري!
ښه در پوهيږمه چې ته هم غواړې
بېرته دې کو ر ته را شې
خپله و يجاړه سو ځېدلې ځا له
بيا کړې  له سره جوړه
خو لا و ېرېږې او ډاډمنه  نه يې
ځکه همهغه کسان
چې يې پر موږ دغه نادودې وکړې
نن هم ليندا په غاړه
کاڼي په لا س ولاړ دي
نيت يې خرا ب دی  درته
درته ګواښو نه کوي
غواړي را پرې دې نږدي
چې زموږ کور ته راشې
راشې پر بام مو کېنې
خو:
سپينې کوترې ښايسته کوتري!
نوره  نو مه و ېر ېږه
ډاردې له زړه و باسه
پرېبه يې نږدو نوره
چې څوک  په سپکه  سترګه
د ستا په لور  وګوري
په هغه کاڼي به يې سر ور مات کړو
چې غواړي ستا په لور ګوزارپرې وکړي
هغه ليندۍ به يې کړو ماتې ماتې
چې غواړي تا باندې پرې وار وکړي
نو سپينې کوترې ښايسته کوترې
که ته مو کور ته راغلې
بيا مو پر بام کېناستې
نو:
اوس (منتظر) يمه، نېکمرغه به شم
په نغري کې چې دى ډ ک له اېرو
د نوي ژو ند د اور يو ه سپرغه به شم
لکه د شمعې په شان
اور به کړم پورې پر ځان
خو دا تياره کور به ر و ښا نه کړمه
بيا به محفل د پتنگانو کړم  تود
پورته لمبې به له  خپل ځانه کړمه
سپينې کوترې ښايسته کوترې!
زمونږه کور ته راشه
راځه پر بام مو کېنه

 د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر) شعرونه

د شعرونو لومړۍ پاڼه


 

ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي !
 که د "هيواد" په هکله  کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.