د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
راشي ماښام راشي ماښام ... له خپله ځانه سره ... تورې تیارې راولي په اسمانوکې بره بیادرڼوستورواوسپینې سپوږمۍ دجل اوبل اتڼ پیغام راوړي نوی الهام راوړي هغومئینوهیلمنوزړوته چې دناپوهې اوناترسې زمانې له لاسه دخپلې مینې محبت اواحساس په رڼاورځ اوپه جوته ژبه خواله،اقرارنشي کړای بیان،اظهارنشي کړای له خپلې مینې ځاریدلی نشي غیږکې نیولې نشي هم ښکلولې نشي ماښام په خپله تکه توره اوتیاره لمن کې بیادوصال ،دیدن امکان راوړي ورته دعشق مینې جهان راوړي راشي ماښام ... خپلې خیرنې اوسپېرې لمن کې چاته دخونداورنګ میلې راولي دامیدونوارزوګانوقافلې راولي چاته په خپلودواړوتورواوږو دارمانونوجنازې راولي چاته خوندونه راوړ ي چاته دردونه راوړي راشي ماښام ... له خپله ځانه سره ... ماته دتاخوږه یادونه راوړ ي چې به مې ناسته وې په مینه ترڅنګ دهغه وخت ،ګړۍ خوندونه راوړي ستادلیدلوامیدونه راوړي لکه سوراورچې سوزوي مې ز ړګی دبیلتانه ترخه غمونه راوړي راته دردونه راوړي خو! زه (منتظر)بس دهغه ماښام یم چې له خپل ځانه سره ... زمادې توراودې تیاره جهان ته دبیلتانه په اورکې سوي کورته زماسپیره جهان لږشان رڼاراولي بس له خپل ځانه سره محبوبې تاراولي ۵/۱۱/۲۰۰۶ اسلام اباد
د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.