د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر ) شعرونه

 د شعرونو لومړۍ پاڼه

کـــور

 

مرور شهيد

 

ای د مېړني ، غيرتي او سرلوړي  ولس مېړنيه شهيده!!!

ښه مې په ياد دي ...

پداسې حال کې چې خپلې هيلې اواوميدونه،

خپلې دزړه ټوټې اولادونه ،

او ددنيا واړه خوښۍ او خوشالى دې تر شا پرېښودې وې ،

د وچې ډوډۍ ګوله او غوټه پياز به دې په ملا پورې تړلي ؤ،

څېرې جامې ،

وچې چاودلې شونډې ،

ايبلې پښې ،

ببره ږيره،

اووږې، تږې به

په اغزنو لارو،

په غرو رغونو،

دښتو، بيديا وو کې ،

لالهانده روان وې

ترڅو به دې ځان دهغه غليم سره د جګړې او جهاد دپاره،

 تاوده مورچل ته ورساوه ،

چې په نړى کې يې د ځواک مخه هغه چا هم نه ليدله ،

څوک چې نن ځان د ټولې نړى واکمن ګڼي.

هوکې!

پداسې حال کې چې په څيره کې به د ې

دميرويس نيکه او ستر احمد شاه بابا

د غيرت، ميړانې ،ننګ او وطنپالنې ،

 نښې نښانې له ورايه په ځليدو وې ،

سترګې دې نه پټيدې ،

خوب او ارام نه در ته

دخپل غليم سره د مقا بلې په انتظار کې به

 په شپو ،شپو په مورچل کي ناست وې

د وطن پيغلو او ځوانانوبه

 د تا په مېړانه او غېرت ناز او وياړ کوه،

ته به يې يه بدلو کې يادولې ،

د تا يه ليدو به يې د غليم په وړاندې

د جګړې او مبارزې لپاره زړونو

 نوې ځواک او قوت مونده

دوطن او ولس د خپلواکى او ازادى په لاره کې به يې

 د سرښيندنې جذ به او احساس

په ولولو اوپه څپو راتلل.

نه مې هيريږي ،

د تا په زړه کې

 د غليم د توپو نو، ټا نکونو ، راکټونو،الوتکو او ....

وېره او ډار نه ؤ

تا ته هغه کمزورې او نا توانه ښکارېده

ته به د هغه مخې ته د تبرګې ، مچوغنې ، ډبرو

او هغه ټوپک سره ولاړ وې

 چې د خپل ميړني پلار او نيکه نه درته په نيکات(ميراث)  پاتې ؤ

هوکي!

ته په رښتيا تر غليمه ځواکمن او زورور وۍ

تا هغه څه درلود ل

 چې ستا غليم يې تصور هم نشو کولاې

له تا سره د پلار او نيکه غيرت،ميړانه او ننګ مل ؤ

تا ټينګه عقيده او ټينګ ايمان درلوده

له تا سره د ميړاني ولس دعاګانې ملګرې وې

دکونډو،رنډو او يتيمانو

 پريادونه او زګيروي دې مل ؤ

ته په دې پوهيدې چې

د وطن دخپلواکې او ازادې ناوې

 درته سترګې په لارده

تا ته پته وه چې

ته د ابدي وياړلي ژوندانه په لور روان يې

او د فردوس جنت پريښتې درته

د ګلو ګيډى په لاس ولاړي دي

ځکه خو دې ګامونه هم تر غليمه ګړندي ؤ

ته چې نه دې موټر پيژنده

نه دې په شا پسې ځان ساتونکي ګرځيد ل

نه دې څوکى او قدرت ليدلې ؤ

نه د بنګلو او قصرونو خيا ل ؤ درسره

نه په سياست بلد وې

اونه خودنورو امتيازونو او مادياتو وږې وې

بس يو پکر، يوخيال ،يوه انديښنه ،

يوه هيله او يوارمان دې په زړه کې درلود

چي هيواد او ولس دې

دخپل واک څښتنان وي

دپلار او نيکه په وياړلې خاوره دې

دپردو د ناولو پښو ګردونه پرينوزي

شمله دې ټيټه نه شي

اودسيالانو د پيغور نه شې

ځکه خودې دخپل خوږ زړګي ټوټې ،

خپل خوږ ژوند،

خپل ټول هغه څه

 چي نورودهغو د تر لاسه کولو لپاره

دخپل ورور،خپل وطنوا ل په مرى چاړه کيښوده،

هغو ته د رسيدو په خا طر يې

دهيڅ ډول ناراوااو غير مشروع چارونه دريغ او ډډه ونه کړه

تا د خپل وطن او ولس نه ځار او قربان کړل

دشهادت جام دې په سر پورته کړ

او ګام دې دوياړلي ابدي ژوندانه او جنت په درشل کې کيښود

هوکې!

ته ظاهرا زموږ له سترګو پناه شوې

له څنګه مو ليرې شوې

خو سپيڅلي روح دې

موږيوازې او ګوښي پرينه ښود و

هغه لا نن هم زموږ سره دى

زموږڅارنه کوي ،

زموږ ساتنه کوي.

پربرياوو مو خوښي او خوشالي کوي

په ناکامئ او بد مرغۍ مو پريشانه کيږي او اوښکې تويوي.

اي غيرتي شهيده!

ښه راته پته ده چي لږ ګيلمن غوندې يې ،

ته مرور يې رانه،

چې ولې مو دتا په لحد څلې ندې جوړ کړې ؟

ولې ورباندې زيارت نشته؟

ولې مو په هغه جنډې ندي ځړولې؟

ولې مو په ځينو هغو کسانو، څلې او زيارت جوړ کړې ؟

پرې مو جنډې ځړولې دي ،

چې له تا سره هيڅ ډول اړيکي او ورته والې نلري ،

 د تاپه وينو د ګټل شوي وطن ،

د کنډوالو کيدو او ويجاړيدو لامل شول،

دهغه ټوټې ،ټوټې کيدل او ويشل يې غوښتل.

د تا د سر په بيه د خپلواک شوي ولس،

د وژنې ،ځوريدنې ،توهين او تحقير لامل شول.

د تا دوينو د مدعيانو سره په يوه دسترخوان کينا ستل،

ستا دوطن او  ولس د نيکمرغئ اوسمسورتيا  يې ورسره سودا وکړه.

ستا د سپېڅلې جګړې او جهاد په نوم يې سوداګري اوتجارتونه وکړل

ځانونه يې ستا دلارې او مبارزې پيروان بلل

خو ستا د وياړلي نوم او مقام سپکاوې يې کوه.

ا‌‌ى د ولس شهيده!

هوکې ،غږ دې اورم

چي رانه د ناهيد پوښتنه کوې ،

چې د خپل افغاني پت او ناموس د خوندي ساتلو او ژغورلو په خاطر يې

ځان له پنځمه پوړه لاندې راوغورځولو،

او ستا په لوري درغله.

دهغې مور رانه پوښتنه کوې ،

چې د لور په پت او ناموس يى تيرې شوې او لوټ شوې ؤ،

اوله ډيره غمه اوشرمه يې ځان وواژه.

ته رانه پوښتنه کوې

موږ هغوته کوم مقام او کوم لقب ورکړې؟

ياد ونه يې کوو که نه؟

په قبر يې ژاړو که نه؟

څلې پرې شته ؟

جنډې پرې رپي که نه؟

اي غيرتي شهيده!

ته له موږه مروريږه مه!

رانه ګيله مه کوه !

مخ رانه مه ګرځوه!

اوږدې جګړې ،

دسرووينو لښتيو،

دکونډو رنډو،يتيمانو پريادونو

له موږه هر څه ګډوډ کړي دي.

په سترګو کې مو اوښکې نه دي پاتې

 چې په تا وژاړو،

په پښو کې مو دم نشته چې دتا تر زيارته درشو.

هغو ګناهونوچې رانه شويدي ،

سترګې يې راله ړندې کړې دي

کله کله د تور اوسپين ،

ښواو بدو،حق اوباطل تر منځ توپير هم نشو کولاې.

دشهيد مانا او مفهوم يې هم رانه گډ وډ کړيدي.

سرلوړيه شهيده!

ته راته په غوسه کيږه مه!

راته لارښونه وکړه،

راته هدايت وکړه،

پوه مو کړه،

راته ووايه ،

راته څرګنده کړه،

راته تعريف وکړه،

چي موږ چا ته دتا دلارې پيروان ووايو؟

په چا باندې زيارت جوړکړو؟

دچا په لحد جنډې وځوړوو؟

اوپر چا وژاړو؟

پدې هم ښه پوهيږم ،

چې تاته زمونږ ډير کارونه اوکړه وړه،

عجيبه غوندې ښکارې

.نه پوهېږې چې موږ څه کوو؟

څه غواړو؟

خوته حيرانيږه مه!

ډير شيان تاته ځکه عجيبه غوندى ښکاري،

سر دې پرې نه خلاصيږي ،

چې هغه وخت چې تا د غليم په وړاندې ،

د ولس او وطن په خاطر جګړه  اوغزا کوله،

هغه بل وخت ؤ

هغه شلمه پيړى وه،

ارزښتونه نور ؤ،

ګټې نورې وې ،

وياړنې نورې وې ،

حالات نور ؤ،

اوسيا ست بل ؤ.

اوس وخت بدل شوې دې.

يوويشتمه پيړى پيل شويده

ارزښتونو،

ګټو،

وياړنو،

حالاتو اوسياست بدلون کړيدى.

نن ستا هغه غليم چې ،

 ستا په خاوره يې تيرۍ کړى ؤ،

دتا تورسرې يۍ کونډې اوبورې کړې ،

ستا ماشومان يۍ يتيمان کړل،

وروڼه يې در له ووژل،

وطن يې درله ويجاړ کړ،

له هغه ګوزاره چې تا ورته په سر ورکړ،

دتل لپاره له منځه تللې دى

د بشريت د تاريخ يوه ترخه خاطره ،

توره دوره اوتور ټکې ګرځيدلې دى.

خو له بده مرغه چې هغه وخت،

دهغه په له منځه تللو سره ،

ستا د ولس او و‌طن په غليمانو کې لږوالې نه راغى.

خپله وينه ،خپل بچيان او خپل وروڼه دې

دپردو په لمڅون ، درته غليمان شول.

د تا دلارې ځينې ملګري درته غليمان شول.

ستا دزيارت او مقام يې سپکاوې وکړ.

څلې يې درله ويجاړ کړ،

جنډې يې درله څيري او وسوزولې.

هغه غليم چې تا يې په وړاندې جګړه کوله ،

دتا په وينو يې لاسونه سره ؤ،

نور نو غليم نه ګڼي ،

ورسره يې نوې ،نوې يارانې جوړې کړې ،

په دوستۍ يې وياړي او هغه د ځان نيکا ت او ميراث بولي،

دتا دوينو بيه ورنه نه غواړي ،

ورنه مننه کوي.

هوکي !

اى ميړنيه شهيده!

ښه پوهيږم ،

ستا هيله او ارمان لا ندي پوره شوي،

ته لږ غمجن غوندې يې ،

ته لا ځوريږې

ته لا نن هم وينې ،

چې ولس دې ، وطن دې ،

تر پايه د بدمرغۍ له پنجو ندى خلاص شوې ،

لا ورته ډير مزل په مخکې پروت دې.

ډير کږليچي اوپيچومي په مخه کې شته چې بايد ورنه تير شي ،

ډير څه بايد هير کړي ،تر څو مراد ته ورسي.

ته وينى چى لا نن هم ځينې ليوان شته ،

چى ستا د بچيانودوينو تږي دي.

هغوى وژني ،

ژوبلويى،

ځوروي او کړويى،

تحقيروي او توهينوي يى.

اى ميړنيه شهيده!

ته ځوريږى پدى چىلا نن هم

هغه ولس چى تا يى د نيکمرغۍ او خپلواکۍ لپاره

ځان ځار کړ،

کړاوونه دى وګالل،

ستونزې دى په ځان ومنلې،

په يوه خوله ندي.

په يوه نغري نه سره کيني،

په خپلو مينځو کې تربګنۍ کړي.

پردي راځي او دوى سره په يوه ځاى راغونډوي،

دوى د پردو مني خو د خپلو نه مني

ته خوږمن پدې يې چې،

د تا وروڼه او بچيان لا تر اوسه ددې وس نلري،

درک او احساس نلري،