د شعرونو لومړۍ پاڼه
کـــور
لېوني ارمانونه
اى نګاره نورې مکړه د يارئ مينې خبرې ډېرغمونه په ما تېر شول نوربه ګرځم درنه ليرې که درد،غم وي دومره بس دى ،چې زما په زړګي تېر شو نورمې توان په ځان کې نشته ،اند ېښنې شوې زورورې چې رقيب دې له سرو شونډودعيش نوش پياله کړه پورته زما روح په تن کې تنګ شو ،غم حملې کړې لرې برې اوښکې وچې شوې د سترګو ،اسويلي لوګي ، لوګي شول ارمانونه لېوني شول،ارزوګانې شوې ابترې درباب تارونه پرې شول ،د مطرب غاړه شوه غوټه ساز ګدازله لاسه ورکړ،غلې،غلې شوې سندرې هرديوان يې اندېښنې وې، هرکتاب يې ارمانونه اور پرې بل کړې چې لوګي شي ،ستا د عشق ،مينې دفترې 12/2/1369 کابل
د ښاغلي انجينر محمدزېب (منتظر) شعرونه
ددې پاڼې د محتوياتو د مکررچاپ حقوق په بشپړه توګه خوندي دي، دهر قسم نشر او کاپي کولو څخه دې ډډه وشي ! که د "هيواد" په هکله کومه پوښتنه يا نيوکه لرئ د "هېواد" د مسئولې ډلې سره په تماس کې شئ.